Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

جوړوه  او (3): څوک چې پۀ تا باندې ظلم وکړي تۀ هغۀ معاف کړه۔ ([1])

د جنَّت محل

د حضرت اُبَي بن کعب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د دواړو جهانونو سلطان، رحمتِ عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د چا چې دا خوښه وي چې د هغۀ د پاره (پۀ جنّت کښې) محل جوړ کړے شي او د هغۀ درجې اوچتې کړے شي نو هغۀ له پکار دي چې څوک پۀ هغۀ باندې ظلم وکړي دا هغۀ معاف کړي او څوک چې دا محرومه کړي دا هغۀ ته عطا کړي او څوک چې د هغۀ سره تعلق پريږدي، دا د هغۀ سره تعلق جوړ کړي۔ ([2])

ہم نے خطا میں نہ کی تم نے عطا میں نہ کی

کوئی کمی سروَرا تم پہ کروڑوں دُرود

وضاحت: اے خوږه کريم آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږه ډير ګناهونه او نافرمانۍ وکړې، ستاسو پۀ ذات باندې دې پۀ کروړونو دردونه وي! د دې باوجود تاسو پۀ مونږ باندې پۀ خپلو عطاګانو کښې هيڅ کمے ونکړو۔

بهترين سوداګر

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ښکلو اخلاقو کښې دا هم دي چې هغوئي پۀ معاملو کښې اسانۍ کولو والا وو۔ پۀ مسندِ امام احمد کښې روايت دے: يو ځل حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يو کَس نه زمکه واخسته۔ هغۀ خو سودا وکړه خو پيسې يـې وانخستې۔ چې ډيرې ورځې تيرې شوې نو حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ 


 

 



[1]... (اَلْمُعْجَمُ الْاَ وْسَط لِلطّبَرانی ج ۴ ص ۱۸ حدیث  ۵۰۶۴ دار الفکر بیروت)۔

[2]...  (اَلْمُستَدرَک لِلْحاکِم ج ۳ ص۱۲ حدیث ۳۲۱۵ دار المعرفۃ بیروت ) ۔