Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

کيدو کښې (4): او الله پاک مو ويني، ځکه د هغۀ نه پۀ حياء کولو کښې۔ ([1])

د اِسلام خُلق حيا ده

د ابنِ ماجه حديثِ دے: بے شکه د هر دِين يو خُلق دے او د اِسلام خُلق حيا ده۔ ([2]) يعنې د هر اُمَّت څۀ نا څۀ خَصلتونه او عادتونه وي کوم چې پۀ نورو خَصلتونو باندې غالِب وي او د اِسلام هٰغه خَصلت حيا ده۔

د حيا د ماحول سره تعلق

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حيا پۀ نَشوونُما [يعنې روزنه] کښي د ماحول او تربيت ډير لوئي لاس وي۔ د حياداره ماحول ميلاويدو شکل کښې حيا ته ښه ښکلا ځلا حاصليږي خو د بے حيا خلقو صحبت د زړۀ او سترګو پاکي اخلي او هغۀ بے شرمه کوي او انسان پۀ بے شميره غير اخلاقي او ناجائزه کارونو کښې اخته کيږي ځکه چې صرف حياء وه کومې چې به هغۀ د بدو او ګناهونو نه منع کولو۔ چې حيا پاتې نه شوه نو بيا به يـې د بدو نه څوک رامنع کوي؟ داسې ډير خلق وي څوک چې د بدنامۍ د ويرې نه شرميږي او ګناهونه نه کوي خو څوک چې د نيک نامۍ او بدنامۍ پروا نه کوي نو داسې بے حيا خلق هره ګناه کوي، د اخلاقو حدونه ماتوي او د بد اخلاقۍ ميدان ته ووځي او د انسانيت نه پۀ غورځيدلو کارونو کښې هم شرم نه محسوسوي۔

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د حيا د ذهن جوړولو د پاره د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه بهترينه رساله باحيا نوجوان د مکـتبة الـمدينه نه حاصله کړئ او اوئې لولئ! او نورو له هم د دې د لوستو ترغيب ورکړئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!


 

 



[1]... اللمع مترجم، صفحہ:247۔

[2]... ابن ماجہ، کتاب الزہد، باب الحیاء، صفحہ:679، حدیث:4181۔