Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

د هغۀ خوا له تشريف يوړلو او اوئې فرمائيل: د زمکې قيمت ولې نه اخلې؟ هغۀ عرض وکړو: عالي جاه! زما سره خو دهوکه وشوه، خلق ما ملامته کوي (مثلاً وائي چې تا زمکه ډيره ارزانه خرڅه کړه)۔ حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: ښه! ځکه سودا نه پوره کوې۔ اوئې وئيل: آؤ جي۔ اوئې فرمائيل: ستا سره پۀ زمکه او مال کښې اختيار دے، که غواړې نو سودا ختمه کړه او که غواړې نو رقم واخله۔ ما د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي: اَدْخَلَ اللہُ الْجَنَّۃَ رَجُلًا کَانَ سَہْلًا مُشْتَرِیًا وَ بَائِعًا يعنې الله پاک هٰغه بنده جنَّت ته داخلوي څوک چې اسان اخستونکے او اسان خرڅوونکے وي۔ ([1])

  د قيامت پۀ ورځ د معافۍ موندلو نُسخه

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چي کوم بنده پۀ اخستو او خرڅولو کښې ضد نه کوي، اسانه معامله کوونکے وي، هغۀ د جنَّت حقدار دے او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ اخستو او خرڅولو کښې اسانۍ کولو والا وو۔ مونږ له هم دا صفت اختيارول پکار دي، پۀ مونږ کښې تقريباً هر يو کَس څۀ نا څۀ اخلي او خرڅوي۔ پکار ده چې اسانه معامله وکړے شي، بعضې خلق د ضدي طبيعت والا وي، چې اخستل کوي نو انښلي، د قيت پۀ کمولو کښې ډير زيات بحث کوي، تر يو حده پورې بحث کول صحيح دي بلکې قيمت کمولو ته سُنَّت هم وئيلے شوي دي خو پۀ دې باندې انښتل، دا د اخلاقو خلاف کار دے، داسې بعضې دکانداران ضدي قِسمه وي، ليکل يـې لګولي وي چې اخستے شوے مال به واپس نه اخستے کيږي۔ پۀ دې کښې هم څۀ ګنجائش ساتل پکار دي۔ د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، مالِکِ جنَّت، رسولِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې د يو مسلمان سره اِقَاله وکړه (مثلاً خرڅ


 

 



[1]...  (مسند امام احمد)۔