Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

(2): عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حيادار دے

      خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ښو ښو اخلاقو کښې حيا هم شامله ده۔ هغوئي پۀ اُمَّت کښې د ټولو نه زيات حيادار دے۔ آؤ جي! پۀ حديثِ پاک کښي دي: حيا د ايمان نه ده او عثمان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زما پۀ اُمَّت کښې د ټولو نه زيات حيا کوونکے دے۔ ([1])

یا الٰہی! دے ہمیں بھی، دولتِ شرم و حیا                                       حضرتِ عثماں غنی، با حیا کے واسِطے

فرښتے د هغوئي نه حيا کوي

د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائشه صِدِيقه طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يوه ورځ نبي کريم رؤفٌ رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، د هغوئي د پنډۍ مبارکې نه کپړه لرې شوې وه، هٰغه وخت حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر شو، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپل انداز کښې [هم هٰغسې] تشريف فرما وو، بيا حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر شو، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پۀ هٰغه انداز کښې تشريف فرما وو، بيا چې حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر شو نو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپله پنډۍ مبارکه پټه کړه، سَيِّده عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: د هغوئي د تللو نه پس ما عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! بابا جان زما والدِ محترم راغلو، تاسو هم هٰغه شان تشريف فرما وئ، عمر راغلو، تاسو بيا هم هٰغه شان تشريف فرما وئ، چې کله عثمان


 

 



[1]... (اَ لْجامِعُ الصَّغِیر لِلسُّیُوْطِی ص ۲۳۵ حدیث ۳۸۶۹ دار الکتب العلمیۃ بیروت)۔