Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مختصر تعارف

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے  * د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږې ترور [د والد صاحب د خور] اُمِّ حکيم رَضِىَ اللهُ عَـنْها نـمسے دے يا داسې وايئ چې يو قِسم له پۀ رشته کښې د مالِک جنّت، قاسِمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوريے کيږي * هغوئي پۀ سابقينِ اَوَّلين کښې دے يعنې پۀ ابتداء کښې يـې اِسلام قبول کړے وو او پۀ اِسلام کښې داخل شوے وو، پۀ اِسلام قبلولو کښې د هغوئي څلورم يا پينځم نمبر دے * پۀ عَشَرَه مُبَّشَرَه (يعنې د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې مبارکې نه د جنّت پۀ زيري اوريدونکو لسو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم) کښې دے * سرکارِ اعظم، رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره دومره مَحَبَّت کولو چې هغوئي پۀ يوې پسې بَله خپلې دوه شهزادګۍ حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته پۀ نکاح کښې ورکړې۔([1]) اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې طرف ته اشاره کوي او فرمائي:

نُور کی سرکار سے پایا دوشالہ نُور کا                                                                    ہو مُبَارک تُم کو ذُو النُّوْرَیْن جوڑا نُور کا([2])

 وضاحت: اے د دوو نُورونو والا خوږه عثمانِ غني (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ)! ستاسو دې ډير ډير مبارک شي تاسو ته د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دوو لوڼو سره د نکاح کولو شرف حاصل شو۔

 * پۀ حديثِ پاک کښې دي: الله پاک ما ته وَحي ووفرمائيله چې زۀ د خپلو دوو لوڼو


 

 



[1]...نزہۃ القاری، جلد:1، صفحہ:544، خلاصۃً۔

[2]... حدائِقِ بخشش، صفحہ:246۔