Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

کړے شوے سامان يـې ترينه واپس واخستو)، د قيامت پۀ ورځ به الله پاک د هغۀ غلطي معاف کوي۔ ([1])

د اخستو او خرڅولو وغيره پۀ وخت چې د دوو کَسانو ترمينځه کوم عقد (يعنې پۀ خپل مينځ کښې سودا ټاکلے) کيږي، د هغې ختمولو ته اِقَاله وئيلے شي۔ شريعت باقاعده د دې اُصُول او ضابطې جوړې کړې دي، څوک چې هم څۀ اخلي يا خرڅوي، هغۀ ته د دې احکام زده کول پکار دي، دې د پاره د بهارِ شريعت يولسمه حصه ولولئ! او پۀ مَدَني چينل باندې چليدونکې سلسله اَحکامِ تجارت ګورئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير زيات دِيني معلومات به درته حاصل شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د قرآنِ پاک مَحَبَّت، پۀ عبادت کښې مزه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ 23 سيپاره، سوره زُمَر، آيت: 9 کښې الله پاک اِرشاد فرمائي:

اَمَّنۡ ہُوَ قَانِتٌ اٰنَآءَ  الَّیۡلِ سَاجِدًا وَّ قَآئِمًا یَّحۡذَرُ الۡاٰخِرَۃَ  وَ یَرۡجُوۡا رَحۡمَۃَ  رَبِّہٖ ؕ

(پارہ 23، الزمر:9)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا هٰغه کس کوم چې د سجدے او قيام پۀ حالت کښې د شپې وختونه په فرمانبردارۍ کښې تيروي، د آخرت نه ويريږي او د خپل رب د رحمت اُميد ساتي (آيا هغۀ به د نافرمانو پۀ شان شي؟)

د يو قول مطابق دا آيت مبارک د مسلمانانو د دريم خليفه، اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عثمانِ


 

 



[1]...  ابن ماجہ، کتاب التجارات، باب الاقالۃ، صفحہ:352، حدیث:2199۔