Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اللهُ ربُّ العِزّت پۀ بارګاه کښې څومره اوچت مقام لري، د هغوئي پۀ باره کښې ګستاخي د رَبِّ قادِر و قَيُّوم بالکل خوښه نه ده، دا ضروري نه ده چې د حضرت عثمان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ګستاخ سزا هر چا ته پۀ دنيا کښې ښکاره شي، البته دا خبره ټاکلے شوې ده چې څوک د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يا د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ګستاخ وي او بغير د توبې نه هم پۀ دغه حالت کښې مړ شي نو پۀ آخرت کښې د سخت عذاب حقدار دے۔

صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته د بد ويونکو انجام

د حضرت حسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د دُنيا نه پۀ دې حالت کښې لاړو چې هغۀ به (مثلاً صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او تابعينِ کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ته) بد وئيل نو الله پاک به پۀ هغۀ باندې يو ځناور مسلط کړي، کوم چې به د هغۀ نه غوښه راشوکوي او دا به د هغې تکليف تر قيامته پورې محسوسوي۔ ([1])

اَلاَمَان وَالحَفِيظ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مَعَاذَ الله! صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته د بد وئيلو څومره سخته ګناه ده چې الله پاک به د دې ګناه پۀ وجه باندې د قيامت د ورځې پورې پۀ عذاب کښې اخته کوي۔ ياد ساتئ چې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته بد وئيل ډيره غټه ګناه ده، خپل قبر د دوزخ د کندې جوړولو او دوزخ ته بوتلونکے کار دے۔ دا هٰغه مبارکې هستيانې دي د کومو پۀ باره کښې چې زمونږه خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَصْحَابِيْ کَالنُّجُوْمِ بِاَيِّہِمُ اقْتَدَيْتُمْ اِہْتَدَيْتُم يعنې زما


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب القبور، جلد:6، صفحہ:84، حدیث:130۔