Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د خپلو اخلاقو پۀ شان د اعلیٰ اخلاقو والا فرمائيلے دے۔ د صحابئ رسول حضرت اَبُو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزادګۍ حضرت رُقَيَّه رَضِىَ اللهُ عَـنْها څوک چې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ودانې محترمه ده، يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي کور ته تشريف يوړلو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلې شهزادګۍ ته ووفرمائيل: لورې! تا اَبُو عبد الله (يعنې عثمانِ غني) څنګه بياموندلو؟ عرض يـې وکړو: هغۀ بهترين انسان دے۔ اوئې فرمائيل: اَکْرِمِیْہِ فَاِنَّہٗ مِنْ اَشْبَہِ اَصْحَابِیْ بِیْ خُلُقًا يعنې لورې! د عثمان عزّت کوه! بے شکه هغۀ پۀ اخلاقو کښې زما سره ډير مشابهت لرونکے صحابي دے۔ ([1])

لوڼو ته د خاؤند عزّت وښايئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک کښې زمونږ د زدکړې د پاره دوه خبرې دي: (1): وړومبۍ خبره خو دا ده چې آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلې شهزادګۍ صاحبې ته د خاؤند عزّت وښودلو، اوئې فرمائيل: اَکْرِمِیْہِ لورې! د خپل خاؤند (عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) عزّت کوه!

د دې نه معلومه شوه چې د چا لوڼه وي او لوڼه يـې د الله پاک پۀ کرم سره واده شوې وي، هغوئي له پکار دي چې خپلو لوڼو ته د خاؤند عزّت وښائي، هغوئي ته دې تلقين کوي، هغوئي ته دې د خاؤند اهميت او فضيلت بيانوي۔ پۀ اِسلام کښې د خاؤند څومره حقونه دي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: * پۀ ښځه باندې د ټولو سړو نه زيات حق د هغې د خاؤند دے او پۀ سړي باندې د هغۀ د


 

 



[1]... ریاض النضرہ) ۔