Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

طريقه دا ده چې د 7 ورځو فيضانِ نماز کورس وکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ! د دې غټو غټو کتابونو نچوړ به درته ښودلے کيږي * بيا به مو ديني ماحول هم نصيب شي * د نيکانو خلقو صحبت به مو هم نصيب شي، د دې خپل برکتونه دي۔

بے لارې شوے ځوي يـې د نيکۍ پۀ لار روان شو

د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زمونږ د علاقې يو ځلمے کوم چې د مور پلار يو ځوي وو، د غلط صحبت پۀ وجه پۀ چرسو څښلو راواوړيدو، د کور نه بهر وخت تيرول د هغۀ معمول وو، چې له وجهې يـې د هغۀ مور پلار ډير پريشانه وو۔ يوه ورځ يو اِسلامي ورور يو اِسلامي ورور هٰغه ځلمے پوهه کړو او هغۀ ته يـې د 63 ورځو پۀ مَدَني تربيتي کورس کښې د شرکت کولو ترغيب ورکړو، د خوش قِسمتۍ له وجهې هغۀ راضي شو او پۀ تربيتي کورس کښې يـې شرکت وکړو۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! يو څو ورځې پس هٰغه ځلمي کور ته فون وکړو چې پۀ تربيتي کورس کښې ډيره مزه محسوسووم، نور دا چې ما د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه کړې ده، اوس زۀ د جَمعې سره نـمونځونه ادا کووم، سُنَّت زده کووم او ما ته ډير سکون حاصليږي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مَدَني تربيتي کورس نه پۀ واپسۍ هغۀ واقعي چې ډير بدل شوے وو۔ ګيره يـې پريښي وه او عمامه يـې پۀ سر کړې وه۔

اِسلامي ورور مخکښې وائي چې د هٰغه ځلمي مور پۀ ژړا ژړا کښې د دعوتِ اِسلامي والوو ته دعاګانې کوي چې الله پاک دې دوئي سلامت لري چې د دوئي پۀ کوششونو زما بے لارې شوے ځوي د نيکې لارې مسافر جوړ شو۔

عطائے حبیبِ خدا دِینی ماحول                                                                                      ہے فیضانِ غوث و رضا دِینی ماحول