Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت سعيد بن مُسَيّب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي بزرګ دے يعنې هغوئي د صحابه کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د زيارت او صحبت سعادت حاصل کړے دے، ډير نيک، عبادت ګزاره او ولئِ کامِل وو۔ حضرت علي بن زيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زما سعادت نصيب شو او زۀ د حضرت سعيد بن مُسَيّب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې حاضر شوم، هغوئي د يو کَس پۀ لور اشاره وکړه او اوئې فرمائيل: اے علي بن زيد! د دې کَس مخ ته خو وګوره۔۔۔!! زۀ چې ورنزدې شوم او اومې کتل نو د هٰغه کَس مخ بالکل تک تور شوے وو۔ ما د (الله پاک د ويرې نه ووئيل:) حَسْبِیْ (يعنې زما د پاره الله کافي دے)۔ حضرت سعيد بن مُسَيّب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغۀ راز بيان کړو او اوئې فرمائيل: دې کَس به د مسلمانانو د دريم او څلورم خليفه حضرت عثمان او علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهما ګستاخي کوله، ما دا منع کړو خو دا منع نه شو۔ بيا ما دُعا وکړه: يا الله پاکه! که د دې بد بخته ګستاخي تا ناراضه کوي نو ما ته پۀ دۀ کښې څۀ نخښه وښايه۔ بس بيا د هغۀ مخ تک تور شو۔ ([1])
دو جہاں میں دشمنِ عثماں ذلیل و خوار ہے بعد مرنے کے عذابِ نار کا حقدار ہے([2])