Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

ورنانو [يعنې پتونانو] غوښه خوښه وه۔ ([1])

د غوښې فائدے او احتياطونه: * علامه احمد بن محمد قَسطَلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د چيلۍ د ټولو نه سپک خوراک د څټ، د مخکښينو ښپو او اوګو وي، دا د معدې د پاره سپک وي او زر هضميږي۔ ([2]) * غوښه بدن ته پروټين، آئرن، وټامن B وغيره ورکوي او وټامن A او B د هډوکو، غاښونو، سترګو، دماغو او څرمن د پاره فائده مند دي۔ ([3]) * غوښه وينه صفا کوي * 70 قوتونه زياتوي * او د دې د خوړلو سره عقل زياتيږي۔ ([4]) * غوښه د اوريدو طاقت زياتوي۔ * البته د ډيرې غوښې خوړلو نه ځان ساتل پکار دي چې ډيره غوښه خوړل د زړۀ د سخت والي سبب دے۔ ([5]) * د دې زيات استعمال د کينسر، د زړۀ د مرضونو، شوګر، معدې او د ځيګر (Liver) د بيمارو سبب جوړيدے شي۔ ([6]) * بالغو کَسانو ته د ورځې 70 ګرمه او پۀ هفته کښې 500 ګرامه يعنې نيم کلو غوښه خوړل پکار دي۔ د هفتې درې يا د دې نه زيات ځل پۀ غوښه خوړونکو کَسانو کښې د مختلفو بيمارو امکانات زياتيږي۔ ([7])

 د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550  سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو


 

 



[1]... بخاری، کتاب احادیث الانبیا، باب قول  اللہ تعالیٰ وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا ...الخ، صفحہ:851، حدیث:3340۔

[2]... المواہب اللدنیہ، المقصد الثالث، الفصل الثالث...الخ، النوع الاول...الخ، جلد:2، صفحہ:129 ۔

[3]... ماہنامہ فیضان مدینہ، اگست 2019، صفحہ:53۔

[4]... مدارج النبوۃ، باب یاز دہم در عبادات و طعام و شراب وغیرہ، جز:1، صفحہ:458  ملتقطاً۔

[5]... مدارج النبوۃ، باب یاز دہم در عبادات و طعام و شراب وغیرہ، جز:1، صفحہ:458  ۔

[6]... ماہنامہ فیضان مدینہ، اگست 2019، صفحہ:54۔

[7]... ماہنامہ فیضان مدینہ، اگست 2019، صفحہ:54۔