Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
چې هره مياشت به 3 ورځې، په هرو 12 مياشتو کښې 1 مياشت او په ژوند کښې کم نه کم يو ځل د 12 مياشتو د سنتو زده کولو او ښودلو په مدني قافله کښې به سفر کوئ. ټول عاشقانِ رسول او ورسره نګران او ذمه داران دې په رَبيعُ الاوَّل شريف کښې په بارګاهِ رسالت کښې د ايصالِ ثواب په نيت سره کم نه کم د 3 ورځو د پاره د سنتو زده کولو او ښودلو په مدني قافله کښې سفر اوکړي او هره ورځ کور درس هم ورکوئ يا اورئ.
میں مبلِّغ بنوں سنتوں کا، خوب چرچا کروں سنتوں کا
یا خدا!درس دوں سنتوں کا، ہو کرم!بہر خاکِ مدینہ
(5) په خپل جُمات، کور، دُکان، کارخانه وغيره باندې 12 جنډې، يا کم نه کم يوه مدني جنډه د رَبيعُ الاوَّل شريف د مياشت شروع کيدو د شپې نه تر 12 رَبيعُ الاوَّل پورې اولګوئ. په بسونو، ويګنو، ټرکونو، غټو ګاډو، ټيکسيانو، رکشو، ګاډو وغيره باندې مدني جنډه اولګوئ. په خپل سائيکل، اسکوټر او موټر باندې ئې هم اولګوئ. په هر طرف به د مدني جنډو سپرلے راشي. عام طور په ټرکونو شاته د ساه لرونکو ځناورو غټ غټ تصويرونه او فضول شعرونه ليکلے شوي وي. که کيدے شي نو په خپلو ګاډو باندې دا اوليکئ: زما د دعوتِ اسلامي سره مينه ده.
دعائے عطّار: يا ربِّ مصطفٰے! څوک چې په خپلو سکوټرو باندې (صرف مخې طرف ته او) په موټرو، ټيکسيانو، بسونو، ټرکونو، ټرالو، د اوبو په ټينکرو، ويګنو، رکشو، سوزکو وغيره باندې مخې يا وروستو دواړو اړخونو ته زما د دعوتِ اسلامي سره مينه ده اوليکي يا د دې سټيکر اولګوي يا [ئې د بَل په] ګاډي اولګوي. د هغه ګاډے د حادثے نه بچ وساتې او