Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

هر څۀ وائي، که څوک هر څنګه دليلونه درکوي، که هر قِسمه لالچ درکوي، د هغوئي طرف ته هډو ګورئ مۀ، د هيچا خبره مۀ اورئ، پۀ خپل زړۀ کښې بله يوه خبره هُم مۀ راولئ، د اِسلام مخالف هرې خبرې نه ځان کټ کړئ او د خپل زړۀ، دماغو، سترګو، غوږونو وغيره قبله دِين جوړ کړئ! د پاره د دې چې د بے لارې کيدلو هډو اِمکان پاتې نۀ شي۔[1]

صِرف اِسلام! بس۔۔۔!!

مياں محمد بخش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

جَیْہَڑِیْ مِہْنْدِیْ رَنْگ نَا دَیْوَے کِی اُس دَا لَانا

سَوْہْنَے مِلَنْ ہَزَارَاں، اَسَاں نَئِیْں یَار وَٹَانا

دا يو مِثال دے۔ د نکريزي کيښودو مطلب دے چې رنګ وکړي۔ که نکريزه هډو رنګ نه کوي نو د دې د کيښودلو څۀ فائده۔۔۔؟ هُم داسې چې الله پاک صفا صفا وفرمائيل:

وَ مَنْ یَّبْتَغِ غَیْرَ الْاِسْلَامِ دِیْنًا فَلَنْ یُّقْبَلَ مِنْهُۚ- (پارہ:3، سورۂ آل عمران:85)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې د اِسلام نه علاوه بل دين غواړي نو هغه به د هغۀ نه هيڅ کله قبول نه کړے شي۔

يعنې د اِسلام نه نه علاوه چې د يو دِين، يو مذهب، يوې خبرې، يوې نظريے، د يوې فلسفې هډو حيثيت نشته، چې هغه پۀ اخرت کښې هډو قبوله نه ده، هډو نجات نشي ورکولے نو د هٰغه دِين، مذهب، نظريے اختيارولو څۀ فائده۔۔۔؟ د اِسلام نه علاوه که پۀ


 

 



[1] تفسير رازی، پاره 21، سورۀ، مريم، زير آيت 30، جلد 9، صفحه:98، ملخصاً