Book Name:Rah e Najat
دُنيا او پۀ اخرت کښې به ډيره کاميابي او ترقي حاصله کړي۔ که چرې انسان داسې اونه کړل نو بيا اګر که پۀ دُنيا کښې څۀ موده مزې هم وکړي خو پۀ اخرت کښې به د ډير ذلت سره مخ کيږي۔
د بادشاه بدې ورځې ولې راغلې۔۔۔؟
منقول دي چې يو کَس وو، هغۀ ته پۀ ځوانۍ کښې بادشاهي ميلاؤ شوه۔ بيا هغۀ څۀ پريشانه شو چې اخر زۀ به پۀ دې کم عمر کښې او د کمې تجربې سره دومره غټ سلطنت څنګه چلووم۔۔۔؟ نو هغۀ د خپلو ملګرو او دربار والؤ سره مشوره وکړه نو ښو خلقو هغۀ ته وه وئيل چې د سلطنت چلولو د پاره د علمائے کرامو راهنمائي ډيره ضروري ده۔ ځلمے بادشاه پۀ خبره باندې پوهه شو، هغۀ د ټول ښار علمائے کرام او مشائخ راوغوښتل، د هغوئي پۀ خِدمت کښې يـې عرض وکړو چې تاسو ټول زما سره اوسئ! چې کله ما د الله پاک پۀ دِين باندې روان وينئ نو ما له د دې حکم راکوئ، چې کله مې د دِين نه بے لارې وينئ نو ما د هغې نه منع کوئ۔
علمائے کرامو دا ذِمه واري سمبال کړه، دې ځلمي بادشاه د علمائے کرامو پۀ راهنمايۍ کښې سلطنت چلول شروع کړو، تر 400 کالو پورې هغۀ پۀ کاميابۍ سره سلطنت وچلولو۔ چې څلور صدۍ تيرې شوې نو شيطان پۀ اِنساني شکل کښي د هغۀ خوا له راغلو، اوئې وئيل: مَنْ اَنْتَ؟ تۀ څوک يـې؟ بادشاه وه وئيل: زۀ د آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ اولاد کښې يو کَس يم۔ د دې ځائے نه شيطان دا پۀ خپل جال کښې راګير کړو، اوئې وئيل: تۀ انسان نۀ يـې، که چرې تۀ انسان وے نو لکه څنګه چې نور خلق مړه کيږي، تۀ به هم مړ شوے وے او تۀ د څلورو صدو نه حکومت کوې، تا له مرګ رانغلو، د دې نه دا ثابته شوه چې تۀ انسان نۀ يـې بلکې تۀ خدائے يـې، دا دِين او د علمائے کرامو صحبت پريږده! خلق د خپل عبادت طرف ته راوبله!