Book Name:Rah e Najat
نظريه کوم چې د اِسلام مخالف دے، نۀ خو هغه د قبليدو قابل دے او نۀ نجات ورکولے شي۔ الله پاک فرمائي:
وَ مَنْ یَّبْتَغِ غَیْرَ الْاِسْلَامِ دِیْنًا فَلَنْ یُّقْبَلَ مِنْهُۚ- (پارہ:3، سورۂ آل عمران:85)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې د اِسلام نه علاوه بل دين غواړي نو هغه به د هغۀ نه هيڅ کله قبول نه کړے شي۔
معلومه شوه چې نجات ورکوونکے دِين صرف او صِرف اِسلام دے۔ د دې نه علاوه د نجات بَله څۀ لار نشته۔
که چرې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هُم تشريف راوړي
پۀ حديثِ پاک کښې دي: يو ځل د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، د هغوئي پۀ لاس کښې د مخکښيني اسماني کتاب تورات شريف يوه نُسخه وه۔ هغوئي د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوا کښې کښيناستلو او د تورات شريف لوستل يـې شروع کړل۔ دلته هغوئي د تورات شريف پۀ لوستلو کښې مصروف وو او هلته د جلال پۀ وجه د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک رنګ بدليدلو۔ د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت اَبُو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جلال وليدلو نو فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته يـې وفرمائيل: عمره! نُوراني مخ ته خو وګورئ۔۔۔!! فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې څنګه د خوږ نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک طرف ته وکتل، د جلال کيفيت يـې چې وليدلو نو ويريدلو۔ پۀ دې باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د هٰغه ذات پۀ قَسم د چا پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! که حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پخپله د ظاهري ژوند سره دُنيا ته دوباره تشريف