Book Name:Rah e Najat
گزر جا عقل سے آگے کہ یہ نُور چراغِ راہ ہے منزل نہیں ہے
الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، پۀ اِيمان باندې مو دې اِستقامت نصيب کړي، د اوسني وخت د فتنو نه نجات حاصل شي، کاش چې مونږ پۀ خپل اِيمان سلامت وړلو کښې کامياب شو۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک د ويرې حاصلولو، د نيکو نه د ډک ژوند تيرولو، د الله پاک د عبادت او د نيک اعمال د جذبې حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه هم ده۔
* د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: اَلعِلمُ بِالتَّعَلُّمِ عِلم د زده کولو سره راځي۔ ([1]) * د اوسني وخت پۀ بدو کښې يوه بدي دا هم ده چې خلق د عِلمِ دِين نه لرې وځي * د دِيني کتابونو د لوستلو شوق د نشت برابر دے * مخکښينو خلقو به دِيني کتابونه ډير خوښول * شپه او ورځ به يـې کتابونه لوستل * لہٰذا د هغوئي سره به ديني معلومات هم ډير وو او * ژوند به يـې هم پاک وو۔
* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي کور کور ته د عِلمِ دِين رڼا