Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

راوړي او تاسو ما پريږدئ او د هغوئي پيروي شروع کړئ نو د نيغې لارې نه به بے لارې شئ، که اوس حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پخپله د ظاهري ژوند سره دُنيا کښې موجود وے نو ضرور به يـې زما پيروي اِختياروله۔

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د غور مقام دے۔۔۔!! تورات شريف اسماني کتاب دے، * د يوې مودې پورې دا کتاب د هدايت معيار وو * تر صدو پورې به پۀ دې باندې عمل کوونکو نجات موندلو * هٰغه د اوچت شان والا کتاب دے، پۀ کوم باندې چې به عمل کوونکي اوچتو مرتبو ته رسيدل * پۀ کوم باندې چې د عمل کولو پۀ برکت به بني اسرائيلو فتح موندله * د الله پاک د رحمتونو حق دار به جوړيدل * د کوم لوستل چې هم ثواب وو * کوم ته کتل چې هم ثواب وو * اوس چې محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړے دے، د نبوت اِعلان يـې فرمائيلے دے، د دې نه پس دا تورات هم د نجات لاره پاتې نه ده * پۀ دې باندې عمل هم منسوخ شو۔ چې د مخکښينو اسماني کتابونو پۀ باره کښې دا حکم دے نو پخپله غور وکړئ چې کومې نوې نوې فتنې پيدا کيږي، نوي نوي مذهبونه جوړولے کيږي، نوې نوې نظريے او طور طريقې پۀ دُنيا کښې جوړولے کيږي، دا د نجات لارې او د هدايت لارې څنګه کيدے شي۔۔۔؟ معلومه شوه چې د کله نه محبوب ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړے دے، هغوئي د نبوت اِعلان فرمائيلے دے، د دې نه پس تر قيامته پورې د نجات لاره صِرف هُم يوه ده، هغې ته اِسلام وئيلے شي۔

د قُرآنِ پاک پۀ شان بل يو کتاب نشته

د خليفه مامُون الرشيد د زمانې خبره ده، يو ځل د خليفه دربار ته يو غير مسلمه راغلو، هغۀ ډيرې ښې خبرې وکړې، مامُون الرشيد هغۀ ته د اِسلام قبلولو دعوت ورکړو خو هغۀ اِنکار وکړو۔ يو کال پس هغۀ بيا راغلو، هٰغه وخت هغۀ کلمه وئيلې وه او اِيمان يـې