Book Name:Rah e Najat
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه تر اوسه پورې صدۍ تيرې شوې دي، پۀ دې موده کښې لوئي لوئي فلسفيان هم راغلل، لوئي لوئي پوهه سائنسدانان هم راغلل، ډير لوئي عقل مند هم تير شول، تاريخ ګواه دے چې پۀ دومره صدو کښې چا هم د دِين نه اِنکار وکړو، د ژوند بنياد يـې د الله پاک پۀ راليږلے شوي هدايت نۀ بلکې پۀ خپل عقل باندې کيښودو، هغوئي به عزت څۀ موندلو، اُلټا د ذِلت سره مخ شول، تاريخ ولولئ او وګورئ! چا چې دِين اونه منلو، هغۀ خو يا * ستوري خپل خُدايان اومنل * يا يـې د نمر عبادت شروع کړو * چا وَنو ته سجدې وکړې * چا د وور عبادت وکړو * او چا کاڼو ته سجدې وکړې، يعنې دا د هر څيز بنياد پۀ عقل باندې کيښودونکو دومره عقل هم نه لرلو چې پۀ خپلو لاسونو باندې بَل کړے شوے وور د عبادت لائق څنګه کيدے شي۔۔۔؟
دا خبره ياده ساتئ چې عقلمنده کيدل بيله خبره دي او عقل پرست کيدل
د حضرت عَمرو بن جُموح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ واقعه ده
يو انصاري صحابي دے، حضرت عَمرو بن جَمُوح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ۔ دا د خپلې قبيلې سردار وو، ډير هوښيار، عقل مند وو، چې هغوئي لا اِسلام نه وو قبول کړے، د هغې نه مخکښې خبره ده، هغوئي پۀ خپل کور کښې د لرګي نه جوړ کړے شوے يو بُت کيښودے وو، دوئي به هغه ته مَنَات وئيلو او هغه به يـې خپل خدائے منلو۔ چې کله پۀ مدينه مُنَوَّره کښې د اِسلام رڼا خوره شوه نو د عَمرو بن جَمُوع (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) د زامنو هم هدايت نصيب شو، هغوئي هم اِيمان راوړلو، بيا هغوئي خپل والد صاحب ته د اِسلام دعوت ورکړو خو هٰغه وخت عَمرو بن جَمُوع (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) د دِين دښمن او پۀ عقل پسې روان وو، هغوئي د