Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

تقريباً يوه مياشت پس چې کله بيا حيدر آباد ته تلم نو پۀ روهړي سټيشن مې هم هٰغه ځلمے بيا وليدو۔ هغۀ راوړاندې شو او ډير پۀ ښه انداز کښې يـې ملاقات وکړو، پۀ زوره يـې پۀ ټرين کښې جوړ کړے شوي کينټين ته بوتلم۔ هلته هغۀ ما له چائے راوړله او اوئې وئيل: تاسو چې ما له کومه رساله راکړې وه، پۀ خدائے مې دې قَسم وي چې د هغې د لوستو سره ما له ژړا راغله او اوس چي هم دا رساله لولم نو زما د سترګو نه اوښکې بهيږي۔ پۀ ټرين کښې د نظر حفاظت ډير ګران دے۔ خو د رسالې لوستو نه پس زۀ کوشش کووم چې زما نظر پۀ يو غير محرم باندې پرې نه وځي۔

تِرا شکر مولا دیا دینی ماحول                                                                                                                         نہ چھوٹے کبھی بھی خدا دینی ماحول

یقینا مقدر کا وہ ہے سکندر                                                                                                                     جسے خیرسے مل گیا دینی ماحول

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د مَعرِفَةُ الـقُرآن موبائل ايپلي کيشن تعارف

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن پۀ نوم د مَعرِفَةُ الـقُرآن جاري کړے دے۔ تاسو د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه * د قرآنِ پاک لفظي او با مُحَاوَرَه ترجمه لوستلے شئ* پۀ دې ايپلي کيشن کښې د آيتونو عنوانات هم ورکړے شوي دي، د کومو پۀ مدد چې د خپلې خوښې د موضوع مطابق قرآني آيتونه کتلے او لټولے شئ۔ خصوصاً مبلغ اِسلامي وروڼه د دې آپشن نه ډير مدد اخستے شي * پۀ دې ايپلي کيشن کښې سرچ آپشن هم موجود دے، د کوم پۀ مدد چې د آيتونو پۀ لټولو کښې اساني پيدا کيږي * د موضوعاتو د پن پوائنټ کولو آپشن هم ورکړے شوے دے۔ تاسو هم دا ايپلي کيشن انسټال کړئ! پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!