Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

د اوده کيدو او راپاڅيدو سُنت او آداب

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: کوم کَس چې د مازديګر نه پس اوده شي او د هغۀ عقل لاړو نو هغۀ دې خپل ځان ملامته کوي۔ ([1]) 

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د اوده کيدو نه مخکښې بستره ښه وڅنډئ که  ضرر رسوونکے څيز وغيره وي نوچې لرې شي * د اوده کيدو نه مخکښې دا دعا ولولئ
اَللّٰھُمَّ بِاسْمِکَ اَمُوْتُ وَ اَحْیَا۔ ترجمه: يا الله پاکه! زۀ ستا د نوم سره مرم او ژوندے کيږم (يعنې اوده کيږم او راپاڅم) * د ورځې پۀ وړومبنۍ حصه کښې اوده کيدل يا د ماښام او ماسخُوتن په مينځ کښې اوده کيدل مکروه دي۔ * پۀ ماسپښين کښې قيلوله (يعنې لږ وخت سملاستل) مستحب دي * پۀ اوده کيدو کښې مستحب دا دي چې پۀ اوداسه کښې اوده شې د لږ وخت د پاره پۀ ښي اړخ او ښي لاس د مخ لاندې کيږدې او مخ پۀ قبله اوده شې بيا د هغې نه پس پۀ ګَڅ (يعنې کيڼ) اړخ * د اوده کيدو پۀ وخت قبر کښې ملاسته ياده کړئ چې هلته به يواځې سملاستل وي، د خپلو عملونو نه علاوه بل هيڅ څيز راسره نه وي * د سملاستو پۀ وخت د الله پاک پۀ ياد کښې مشغول اوسيږئ، تَهْلیل و تسبیح وتحمید لولئ (یعنې د لَاۤ اِلٰہَ اِلَّا اللہُ، سُبْحَان َاللہ، او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ ورد کوئ) تر دې چې اوده شئ، چې پۀ کوم حالت کښې انسان اوده شي پۀ هغې پاڅيږي او پۀ کوم حالت چې مړ کيږي د قيامت پۀ ورځ به پۀ هٰغه حالت کښې راپاڅيږي  * د راپاڅيدو نه پس دا دُعا لولئ: اَلْحَمْدُلِلہِ الَّذِیْ اَحْیَانَا بَعْدَ مَا اَمَاتَنَا وَ اِلَیْہِ النُّشُوْرُ، ترجمه: ټول تعريفونه الله پاک لره دي چا چې مونږ د وژلو نه پس راژوندي کړو او هم د هغۀ پۀ لور واپس ګرځيدل دي * کله چې د هلک او جينۍ عمر لس کاله شي نو دوئي بيل بيل سملول پکار دي بلکه د دومره عمر هلک دې د دومره


 

 



[1]... مسند ابی یعلیٰ، جلد:4، صفحہ:121، حدیث:4915۔