Book Name:Rah e Najat
وفرمائيل: نَاوِلْنِیْ ذِرَاعَہَا ما له مخکښۍ ښپه راکړه! حضرت ابو عبيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د چيلۍ مخکښې ښپې څو وي؟ (يعنې د يوې چيلۍ مخکښۍ ښپې خو هم دوه وي او دوه ما وړاندې کړې دي)۔ پۀ دې باندې رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ هٰغه ذات باندې مې دې قَسم وي د چا پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! که چرې تۀ خاموشه پاتې شوے وے نو چې تر څو پورې ما غوښتلے، تا به ما له د چيلۍ مخکښۍ ښپې راکولې، د چيلۍ مخکښۍ ښپې به نۀ ختميدلې۔ ([1])
دلته وګورئ چې د صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څومره ښکلے تربيت شوے دے۔ د چيلۍ مخکښۍ ښپې دوه وي، دا خبره بالکل واضحه ده، رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته هم معلومه وه، صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته هم معلومه وه خو رسولِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تربيت وفرمائيلو چې پۀ سترګو ليدلي حقيقت پسې مۀ ځه! زما پۀ فرمان باندې بنياد وساته! نن که چرې تا زما پۀ فرمان باندې سترګې پټې کړے وے نو ما به غوښتلے او تا به راکولے، د چيلۍ ښپې به چرې هم نه وے ختمې شوے۔ الله پاک دې زمونږه د داسې پوخ اِيمان، پوخ يقين ساتلو توفيق رانصيب کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
د حضرت خزيمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بے مثاله ګواهي
پۀ حديثِ پاک کښې دي: آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو کلي وال کَس نه اَس واخستو، هغۀ سودا وکړه او د خپلې خبرې نه پشا شو او ګواه يـې وغوښتو، کوم مسلمان چې به راتللو نو هغۀ به کلي وال کَس ته ردې بدې وئيلې چې ستا د پاره دې خرابي وي، رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د حق نه علاوه څۀ فرمائي (خو ګواهي څوک نۀ ورکوي ځکه چې د چا پۀ مخکښې واقعه نۀ وه شوې) پۀ دې کښې حضرت خُزَيمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بارګاهِ