Book Name:Rah e Najat
بيا د هٰغه صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِيمان نه قربان شم! مونږ چې يو ځل ډاکټر له لاړ شو، ښه نه شو نو بيا لاړ شو، ډاکټر راته دوائي بدله کړي، څۀ طمع مو پيدا شي چې د دوايۍ سره به مو ارام نصيب شي، که د هغې سره هم ښه نه شو نو مونږه هُم ډاکټر بدل کړو۔ د هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اِيمان ته وګورئ! د دوايۍ سره ښه خو نه شو بلکې مرض نور هم زيات شو، بيا حاضر شو، بيا هم هٰغه دوائي ميلاؤ شوه، مرض نور هم زيات شو، بيا حاضر شو، دوائي هم هٰغه ورکړے شوه، بيا بيا چکرې لګيدلې، نۀ دوائي بدليدله، نۀ ښه کيدلو، د دومره چکرو وهلو باوجود يـې اعتماد خراب نه شو چې ښه کيږم نو هم د دې پاک دَر نه به ښه کيږم۔ اِيمان هم داسې پکار دے۔ څۀ چې محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائي، بيا که دُنيا د يو ځائے نه بَل ځائے ته شي، د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان نه زمونږه اِيمان اوړيدل نه دي پکار۔
د قيامت پۀ ورځ د اَهلِ فترت حال
د
انسانانو يوه طبقه ده، کومو ته چې اَهلِ فترت وئيلے شي۔ د دې
نه مُراد هٰغه خلق دي کومو ته چې د يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام تبليغ نه وي رسيدلے۔ (تفسير نعيمي) د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام اسمان ته تشريف وړلو نه پس او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ
وَسَلَّم د تشريف راوړلو نه مخکښې والا
زمانه، دغې ته زمانۀ فَترَت وائي
او د دغې زمانے خلقو ته اصحابِ فَترت وائي۔[1] دوئي
ته د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ
السَّلَام تبليغ نه وو ورسيدلے، ځکه چې
خلقو پۀ انجيل شريف کښې ډير بدلون کړے وو، خوږ آقا و
مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لا هم تشريف نۀ وو راوړے چې هغوئي ته اِسلام رسيدلے وے، ځکه
دا خلق د يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام د پيغام رسيدلو نه مخکښې مخکښې د دُنيا نه لاړل۔ د قيامت پۀ ورځ به د دوئي حشر
څنګه وي؟ آيا دوئي به جنَّت ته ځي که د