Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

زرګونو ښکلي ميلاؤ شي، خو مونږ  يار بدلوو نۀ، يعنې مونږ ته هډو بله خبره اورو نۀ ، نۀ د هغې طرف ته مائل کيږو۔ صِرف اِسلام۔۔۔!! بس! خبره ختمه۔

د عقل پرستۍ فتنه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن سبا د ريشنل اِزم (Rationalism يعنې د عقل پرستۍ) فتنه هم ډيره عامه ده۔ هسې خو دا ډيره پخوانۍ فلسفه ده۔ کيدے شي چې ډير خلق د دې فلسفې نه خبر نه وي خو اوس د دې اثرات ډير عام کيږي، چا ته چې ګورې نو د خپل عقل خبره کوي، د دِيني احکامو پۀ مقابله کښې د خپلې پوهې خبره کيږي * څوک د سُود پۀ حراميدو نه پوهيږي * څوک وائي چې اِسلام د پردې حُکم ولې وکړو؟ * څوک وائي چې پۀ وراثت کښې د زنانه نيمه حصه ولې ده؟ * بعضې نادانه زنانه ګيله کوي چې نارينوو ته حاکميت ولې ورکړے شوے دے؟ * نارينه ته چې د څلورو ودونو کولو اجازت دے نو زنانه ته ولې نشته؟ * پۀ زنانؤ باندې اِسلام بنديزونه ولې لګولي دي؟ وغيره وغيره ډيرې دِيني مسئلې دي، پۀ کومو باندې چې خلق نه پوهيږي، چې کله پرې پوهه شي نو پۀ هغې باندې عمل نه کوي بلکې بعضې نادانه خو ضِد او انا شروع کړي، د دې نه د اِنکار طرف ته هم ځي۔ الله پاک دې مونږه د داسې نادانۍ نه محفوظ کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

د عِلم د حاصلولو درې ذريعې

وګورئ چې د څۀ څيز د عِلم راتلو د پاره درې ذريعې وي: (1): يوه ذريعه ده زمونږه حوّاس يعنې سترګې، غوږونه وغيره، ډير څيزونه مونږ د ليدلو سره پيژنو، لاندې زمکه ده، بره اسمان دے، پۀ اسمان کښې ستوري ځليږي۔ مونږه پۀ سترګو باندې وليدل او وه مو پيژندل، د دومره معلوماتو د پاره مونږ ته د هيڅ زده کولو لوستلو ضرورت نه وي