Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

پاڼو کښې موجودې دي۔ وګورئ! دا ده د عقل رسائي۔۔۔!! تر څو پورې چې يـې دِين نۀ وو اختيار کړے، هٰغه وخت يـې سوچ څومره وړوکے وو، چې دِين يـې اختيار کړو نو د اوچت والي حق دار جوړ شو۔ معلومه شوه چې مونږ پۀ خپل عقل باندې پخپله خپل قدر او قيمت هم صحيح نه شو پيژندلے نو نورې معاملې به پۀ عقل باندې څنګه صحيح کوو۔

هيومن اِزم (Humanism) د بے عقلۍ تازه مثال

پۀ اوسني ترقي يافته وخت کښې وګورئ! څوک چې بے دينه دي، د چا چې دعویٰ دہ چې مونږه د اِلهامي هدايت (Divine Guidance) نه بغير هم خپلې معاملې صحيح کولے شو، لکه څنګه چې هيومن اِزم (Humanism) دے۔ الحاد دے، ډِي اِزم (Deism) وغيره دے، هغوئي انسان ته د ځناور نه زيات اهميت ورنکرو۔ هغوئي دا مني چې لکه څنګه نور ځناور د دې کائنات حصه ده، دغه شان انسان هم د دې د فطرتي کائنات يو حصه (Part of Natural world) ده۔

دا ده د عقل رسائي۔۔۔!! هٰغه تش پۀ نوم عقل مند د کومو چې دعویٰ ده چې مونږ ته د دِين ضرورت نشته، زمونږ د پاره هُم عقل کافي دے، دا د هغوئي حال دے، لا تر اوسه پورې يـې ځان هم نه دے پيژندلے، ځان يـې د يو ځناور نه زيات نه دے ګڼلے۔۔۔!! دا صِرف دِين دے کوم چې نن پۀ دې ترقي يافته دور کښې نۀ بلکې پۀ زرګونو کاله مخکښې وئيلي وو چې اِنسان د ځناورو پۀ شان د دې فطرتي کائنات حصه نۀ ده بلکې پۀ دې کائنات کښي د الله پاک خليفه دے۔ رَبِّ کريم انسان د دې زمکې ساتونکے جوړ کړے دے۔ پۀ ډير ساده شان مثال باندې د خپلې خبرې وضاحت کووم، دلته چې کله ګرمي راځي نو ډير پوسټونه وائرل کيدل شروع شي، خلق يو بَل له ترغيب ورکوي چې ”ګرمي ده، د مرغو، د ځناورو د پاره اوبه ږدئ د پاره د دې چې بے زبانه ځناور د تندې نه