Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

مسلمانان پاتې شو۔ چرې د يو سيکند په کروړومه حصه کښې هم زمونږه اِيمان زمونږ نه جُدا نه شي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

تُو نے اِسلام دیا ُ تو نے جماعت میں لیا                                               تَو کریم اب کوئی پھرتا ہے عطیَّہ تیرا ([1])

وضاحت: اے زمونږه آقا او مولیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هُم تاسو اِسلام راکړو، هُم تاسو پۀ خپله ډله کښې شامل کړو، تاسو کريم يئ، نو آيا د کرم والا خپله عطا واپس اخلي؟ (نۀ داسې نۀ ده، کريم چې څۀ عطا کړي نو واپس يـې نۀ اخلي، ځکه به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زما اِيمان سلامت وي)

د اِيمان بنياد پۀ عشق باندې ساتئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې تفصيلاتو نه معلومه شوه چې زمونږه د دُنيا بهتري، زمونږه د اخرت بهتري د الله او د رسول پۀ حکمونو باندي پوخ يقين ساتلو کښې ده۔ څوک چې د الله پاک پۀ حکمونو باندې پوخ يقين لري، که پوهيږي پرې او که نۀ پرې پوهيږي، پۀ هٰغه فرامينو باندې عمل کوي، هغۀ پۀ دُنيا کښي هم کامياب وي، او
اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ اخرت کښې به يـې هم اوچته مرتبه نصيب کيږي۔

ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه خپل اِيمان، خپلې عقيدې، خپلې نظريې بلکې د ژوند د هر کار بنياد پۀ عقل باندې نۀ بلکې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حکمونو باندې وساتو۔

 


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:18۔