Book Name:Rah e Najat
(2): د عِلم راتللو دويمه ذريعه زمونږه عقل دے۔ ډير علوم هٰغه دي کوم چې مونږه د سترګو او غوږونو وغيره په ذريعه نشو زده کولے، دې د پاره مونږ ته د خپل عقل د استعمالولو ضرورت وي، لکه رياضي ده، سائنس دے، فزکس، کميسټري وغيره، هٰغه علوم د کومو د زده کولو د پاره چې مونږ له سکول ته تلل پکار دي (3): د عِلم دريمه ذريعه وحي ده۔ زمونږه هٰغه معاملې، هٰغه مسئلې، هٰغه مشکلات کوم چې مونږ د عقل پۀ ذريعه باندې نشو حل کولے، د هٰغه خبرو ښودلو د پاره الله پاک انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام راوليږل، پۀ هغوئي باندې يـې وحي نازله کړه او مونږ ته يـې د دِين عِلم راورسولو۔
معلومه شوه چې د وَحي او د دِين خبرې د هٰغه ځائے نه شروع کيږي، چرته چې دعقل رسائي ختميږي۔ چې د دِين درجه هٰغه ده چرته چې عقل هډو رسيدے نشي نو پخپله سوچ وکړئ چې مونږه دِين پۀ خپل عقل باندې څنګه تَلَلے شو؟
يو تاريخ دان د دې ډير ښکلے مثال ورکړے دے، ليکي: د عقل مثال د زرګر د تَلې پۀ شان دے۔ د زرګر تَله ډيره د کمال وي، دا صِرف ګرام نۀ بلکې ملي ګرام هم ښائي خو پۀ دې تَله باندې مونږه غر نشو تَلَلے، که غټ شان کاڼے پۀ دې وړه شان تَله باندې کيږدو نو تَله به ماته شي۔ داسې د دِين مثال هم د غر پۀ شان دے، د عقل مثال د دغه وړې شان تَلې پۀ شان دے۔ مونږه دِيني احکام او مسئلې پۀ خپل عقل باندې نشو تَلَلے، که د وَحي پۀ کرښه کښې عقل استعمال کړو نو بے لارې به شو۔ ځکه چې د دِيني احکامو او مسئلو پۀ کومو حکمتونو باندې پوهيږو نو پۀ هغې باندې د الله پاک شُکر ادا کړو! که نۀ پرې پوهيږو نو دا اومنو چې زمونږه پوهه کمه ده، د الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشادات زمونږه د پوهې نه ډير اوچت دي۔
گزر جا عقل سے آگے کہ یہ نور چراغِ راہ ہے منزل نہیں ہے