Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

وور څادر اونه سيزلو

حضرت ابراهيم آجري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بزرګ تير شوے دے۔ يوه ورځ هغوئي تنور لمبه کولو، پۀ دې کښې هلته يو غير مسلمه راغلو۔ هغوئي هغۀ ته د اِسلام دعوت ورکړو او اوئې فرمائيل: اَسْلِمْ فَلَا تَدْخُلِ النّارَ مسلمان شه۔۔۔!! د دوزخ د وور نه به بچ شې۔ غير مسلمه وه وئيل: اګر که تاسو مسلمان يئ، کلمه وايئ، البته! د دوزخ پۀ معامله کښې زۀ او تاسو برابر يو، وور ته خو به تاسو هم ځئ، زۀ به هم ځم۔ هُم ستاسو پۀ کتاب (يعنې قرآنِ کريم) کښې دي:

وَ اِنْ مِّنْكُمْ اِلَّا وَارِدُهَاۚ- (پارہ:16، سورۂ مریم:71)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستاسو نه هر يو پۀ دوزخ باندې تيريدونکے دے۔

معلومه شوه چې دوزخ ته به تاسو هم ځئ، زۀ به هم ځم۔ که تاسو غواړئ چې زۀ اِسلام قبول کړم نو ما ته د اِسلام شرف او عزت واضحه کړئ!


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔