Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

او اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

وہ کہ اس دَر کا ہوا، خلقِ خُدا اس کی ہوئی

وہ کہ اس در سے پِھر اللہ اس سے پِھر گیا

ځکه د يو ځائے بل ځائے د ډغرو وهلو نه بهتر دي بلکې لازمي او ضروري دا دي چې مونږه د محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرامين د زړۀ نه اومنو۔ بنياد پۀ عقل باندې نۀ بلکې پۀ عشق باندې وساتو۔

عقل کو تنقید سے فرصت نہیں                                                                                 عشق پر اعمال کی بنیاد رکھ

پۀ پنجابۍ کښې وئيلے شي:

عِشْقْ دِےْ جَھَلِّے نمبر لے گئے                                                                                     عَقْل مَنْدَاں نِے اَیْوِیں عُمْرَاں گالیاں

حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عاشقِ رسول وو، تر قيامته پورې د راتلونکو سردار جوړ شو، ابو جهل او ابو لهب وغيره د خپل عقل پۀ غرور کښې وو نو ذليله او خوار شول۔

د چيلۍ ښپې

حضرت ابو عُبَيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، يو ځل هغوئي رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له ډوډۍ وکړله، د چيلۍ ښپې يـې پخې کړلې۔ چې ډوډۍ خوړل شروع کړے شول نو د مدينے سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: نَاوِلْنِیْ ذِرَاعَہَا ما له د دې مخکښۍ ښپه راکړه! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخکښۍ ښپې غوښه خوښه وه۔ حضرت اُبُو عبيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخکښۍ ښپه وړاندې کړله۔ لږ وخت پس نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا وفرمائيل: نَاوِلْنِیْ ذِرَاعَہَا ما له مخکښۍ ښپه راکړه۔ حضرت ابو عبيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بَله مخکښۍ ښپه هم وړاندې کړله۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا