Book Name:Rah e Najat
رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو چې خبرې يـې واوريدلې نو اوئې وئيل: زۀ ګواهي ورکووم چې تا پۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې اَس خرڅ کړے دے۔
نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وفرمائيلو: تۀ خو پۀ موقع باندې هډو موجود نۀ وې نو بيا تا څنګه ګواهي ورکړله؟ عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ د حضور د تصديق نه ګواهي ورکووم او پۀ بَل روايت کښې دي چې ما د رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ راوړے شوي دِين باندې اِيمان راوړے دے او يقين مې دے چې حضور به هم حق فرمائي، زۀ د اسمان او زمکې پۀ خبرونو باندې د حضور تصديق کووم نو آيا د دې کلي وال کَس پۀ مقابله کښې به تصديق نۀ کووم۔ د دې پۀ اِنعام کښې محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هميشه د پاره د هغوئي ګواهي د دوو نارينؤ د ګواهۍ برابر وګرځوله او اِرشاد يـې وفرمائيلو: خُزَيمه چې د چا د نفعې که د ضَرر ګواهي ورکوي يواځې د دوئي ګواهي کافي ده۔
سُبْحٰنَ اللہ! د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ اِرشاد باندې داسې پوخ يقين پکار دے!
خِيټه دروغژنه ده، قرآن رښتونے دے
پۀ بُخاري شريف کښې روايت دے، يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو، عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما د ورور خِيټه بهيږي (يعنې د هغۀ دستونه دي)۔
سُبْحٰنَ اللہ! د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم انداز ته وګورئ! خِيټه بهيږي ، دستونه يـې دي نو ډاکټر له تلل پکار دي خو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته معلومه وه چې د ټولو طبيبانو طبيب هُم د الله پاک حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، څوک چې زړونو ته د بدو