Book Name:Rah e Najat
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن سبا د فتنو دور دے، هره ورځ نوې نوې فتنې سر راپورته کوي * اِلحاد (يعنې بے ديني) يوه فتنه ده، دا بے عقله وائي چې انسان ته د سره د څۀ دِين هډو ضرورت نشته، بس چې خپل عقل درته څۀ وائي، پۀ دې باندې ځه ، دا داسې بے دينه دي چې د الله پاک د وجود نه هُم اِنکار کوي (استغفر الله!) *هُم داسې د غير مسلمه تهذيبونو فتنه * دغه شان سيکولر اِزم * سوشل اِزم * ريشنل اِزم (Rationalism) او پته نه لګي چې څنګه څنګه فتنې هره ورځ راپيدا کيږي، بس د چا پۀ خُله باندې چې څۀ راځي نو وائي يـې، بيا د ټيکنالوجۍ دور دے، د ماشوم ماشوم سره موبائل دے، انټرنيټ دے، سوشل ميډيا ده، مخکښې به داسې کيدل چې پۀ يو ځائے کښې به فتنه راپيدا کيدله نو هم تر هٰغه ځائے پورې به محدود وه، بل ښار يا ملک ته چې به د دې اثرات رسيدل نو دم به ترې وتلے وو، اوس خو سوشل ميډيا تباهي خوره کړې ده، د دُنيا پۀ يو ګوټ کښې څۀ فتنه راپيدا شي، پۀ ورځو مياشتو کښې نۀ بلکې صرف يو څو منټه پرې لګي، وړو وړو کلو علاقو ته د دې فتنو بد اثرات رسي۔ پۀ داسې حالاتو کښې مونږه څۀ وکړو؟ خپل دِين څنګه بچ کړو؟ د الله پاک د خوښې دِين، پۀ ښکلي ښکلي دِينِ اِسلام باندې به څنګه قائم پاتې کيږو؟ د قرآنِ پاک آيتونه واورئ! که چرې مونږه خپل اِيمان بچ کول غواړو، مونږه خواهش لرو چې د دې دُنيا نه د اِيمان سره لاړ شو نو پۀ مونږ باندې لازِم دي چې د قرآنِ پاک دا آيت پۀ خپل زړۀ باندې نقش کړو، الله پاک فرمائي:
فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًاؕ- (پارہ:21، سورۂ روم:30)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د هر باطل نه جُدا اوسه او خپل مخ د الله د اِطاعت د پاره نيغ ساته۔
يعنې اے خلقو! د هر طرف نه نظر واوړوئ او دِين خپله قبله جوړه کړئ! که څوک