Rah e Najat

Book Name:Rah e Najat

رسوي * د دعوتِ اِسلامي د باني شيخِ طريقت امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خاصيت دا دے چې هغوئي پخپله هم د عِلم دِين سره ډير شوق لري او عاشقانِ رسول ته هم د دِيني کتابونو د لوستلو د شوق ترغيب ورکوي * هغوئي د هر خالي پۀ ورځ د يوې ديني رسالې د لوستلو فرمائي * مختصره شان رساله وي * پۀ يو څو منټو کښې لوستلے کيږي۔

* تاسو يـې هم لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به مو کيږي * ديني معلومات به مو زياتيږي * د عِلمِ دِين د زده کولو ثواب به درته ميلاويږي * د ديني کتاب د لوستلو سره دماغ هم ښه کيږي * نظر تيزيږي * حکمت نصيب کيږي * سوچ پاکيږي او * پۀ ژوند کښې ښکلا راځي * د جديد سائنسي تحقيقاتو مطابق د کتاب لوستلو سره د دماغي بيمارو نه حفاظت کيږي۔

هره هفته پۀ پابندۍ سره د هفته وارې رسالې د لوستلو نِيّت وکړئ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه او جانشتينِ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هفته واره رساله لوستونکو ته مختلفې دُعاګانې هم کوي، مونږ چې هفته واره رساله اولولو نو څۀ پته لګي چې د الله پاک د نيک بنده، ولئ کامِل د خُلې نه وَتلې دُعا زمونږ پۀ حق کښې قبوله شي او دُنيا او آخرت مو ښه شي۔ راځئ د ترغيب د پاره درته يو مَدَني سپرلے بيانووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د سترګو د حفاظت ذهن يـې جوړ شو

د حيدر آباد (پاکستان) د يو اِسلامي ورور څۀ داسې بيان دے چې غالِباً د کال 2004ء خبره ده چې د حيدر آباد نه مې لاهور ته سفر نصيب شو۔ د سفر پۀ وخت پۀ ټرين کښې د يو ځلمي سره ملاقات وشو چا چې به مسافرو له تکيه ګانې او څادرې پۀ کرايه ورکولې، ما پۀ هغۀ باندې انفرادي کوشش وکړو او د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله اَمرَد پسندی کی تباہ کاریاں مې ورله پۀ تحفه ورکړه۔