Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
ہائے حُسنِ عمل نہیں پلّے حَشْر میں میرا ہو گا کیا یَارَبّ!
خوف دوزخ کا آہ! رحمت ہو خاکِ طیبہ کا واسطہ یارَبّ!
کر دے جنّت میں تُو جَوار اُن کا اپنے عطّار کو عطا یارَبّ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د افسوس خبره ده چې مونږه د دُنيا پۀ هر کار کښې تادي کوو خو پۀ نيک اعمال کښې رانه سستي کيږي * د خوراک د پاره چرې هم دا نۀ وايو چې سبا به يـې وخورم، د نـمونځ د پاره وئيلے کيږي چې د رَمَضَانُ المُبَارَک نه به يـې شروع کړم * که پيسې ګټل وي نو هم نن يـې ګټو، زړۀ غواړي چې بس د سبا نمر نۀ راخيژي او زۀ هم د شپې د شپې مالداره شم، د نيک کارونو پۀ باره کښې ذهن جوړيږي چې اوس خو لا ډير ژوند پروت دے، نيکۍ به هم وکړم * که د بهر ملک ويزه لګول وي، نوے کاروبار شروع کول وي، پۀ دنيائي لحاظ سره څۀ کارنامه کول وي نو په بنده تادي وي چې نن څه چې اوس په دې سعت يـې وکړم۔ خو چې نيکۍ کول وي نو۔۔۔!! نن ستړے يم، نن راته ډير کار پروت دے، نن مې زړۀ نۀ غواړي، د سبا نه، د بلې ورځ نه، د بلې جُمعې نه به يـې شروع کړم۔
آه! افسوس! د نيکو پۀ معامله کښې پۀ سبا سبا کولو څومره ژوند تير شو خو دا سبا نۀ راغلے وو او نۀ به راشي، اُلټا هم مونږ ته قبر ته کوزيدل دي، بيا به پښيمانه پاتې يو۔ صحابئ رسول حضرت انس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: تَسوِيف (يعنې دا سوچ کول چې زر به نيکۍ شروع کړم، دا سوچ) د شيطان پۀ لښکرو کښې لوئي لښکر دے، آه! عام طور شيطان د دې پۀ ذريعه انسان دوکه کړي۔ ([1])