Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

ووئيل نو امام بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه روان شو، هغوئي به بار بار وئيل: که زړۀ ژوندے وي نو د دې جنازو نه غټ نصيحت به نور څۀ وي۔۔۔! ([1])

وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی                                                جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اَجَل بھی

بس اب اپنے اِس جہل سے تُو نکل بھی                                        یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                                                                              یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

کاش چې نيکۍ مو کړے وے

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا څومره ښکلے نصيحت دے، څومره زړۀ پورې خبره ده، واقعي ده چې مونږ پخپله غور وکړو، هٰغه خلق کوم چې د دُنيا نه تلي دي، پۀ خپلو قبرونو کښې ملاست دي، د هغوئي اعمال ښه وو او که خراب، هغوئي خپل اعمال وليدل، هُم تاسو ووايئ! پۀ دغه قبرونو کښې د ملاستو خلقو د ټولو نه لوئي خواهش به څۀ وي۔۔۔؟ د قرآنِ کريم آيت واورئ! الله پاک ارشاد فرمائي: څوک چې مجرمان دي، هغوئي به د خپل رَبّ پۀ حضور کښې سرونه ښکته کړي وي او ولاړ به وي او عرض به کوي: اے الله پاکه!

فَارۡجِعۡنَا نَعۡمَلۡ صَالِحًا

(پارہ:21، سورۀ سجدہ:12)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو مونږه بيرته وليږئ چې نيک کارونه وکړو۔

دا دے د مړه شوؤ خلقو خواهش۔۔۔!! هٰغه خلق کوم چې د دُنيا نه تلي دي، د هغوئي ارمان به وي۔۔۔!! کاش چې يو ځل مو بيا دُنيا ته تلل نصيب شي * بيا خو به مونږه د ژوند هر يو سعت پۀ نيکو کښې تيروو * شپه او ورځ به پۀ نيکو کښې مصروف يو * يوه ګناه به هم نۀ کوو * ګناه ته به هډو نزدې کيږو نۀ خو افسوس!


 

 



[1]... آداب الحسن البصری، صفحہ:29 ۔