Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

پۀ نيکو کښې تادي کول سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک باندې داسې غور هم وکړئ چې پۀ کور کښي د سرو زرو يوه ټوټه وه، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه صدقه کول غوښتل، دا خو هم ممکن وه چې د نـمونځ نه پس يـې د معمول مطابق تشريف کيښودے وے، دُعا يـې کړے وے، د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره يـې ملاقات کړے وے، بيا يـې سره زر صدقه کړے وے خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ له تعليم راکړو چې پۀ صدقه کولو کښې يـې لږ شان ناوخته کول هم خوښ نۀ کړل او فوراً يـې صدقه ورکړله۔

الله! الله! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو سراسر نيکي ده، هلته خو د نيکۍ نۀ علاوه د بل کار هډو تصور هم نشي کيدے بلکې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو هغۀ دے د چا اداګانې اختيارول چې افضله نيکي ده۔ د دې باوجود رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ صدقه کولو کښې تادي وکړه۔ معلومه شوه چې پۀ نيکو کښې تادي کول زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکه طريقه ده، ځکه مونږ له هم پکار دي چې پۀ نيکو کښې تادي وکړو، بس چې څنګه موقع ميلاؤ شي، بيا ورځ، ګينټه او منټ خو غټه خبره ده، يو سيکنډ انتظار هم ونکړو او فوراً هٰغه نيکي وکړو۔

موقع غنيمت وګڼئ۔۔۔!!

د الله پاک د نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: مَنْ فُتِحَ لَہٗ بَابٌ مِّنْ خَیْرٍ د چا د پاره چې د خير دروازه پرانستے شي فَلْیَنْتَہِزْہُ نو هغۀ له پکار دي چې پۀ منډه پۀ هٰغه دروازه داخل شي فَاِنَّہٗ لَا یَدْرِیْ مَتیٰ یُغْلَقُ عَلَیْہِ ځکه چې هغۀ ته دا معلومه نۀ ده چې دا