Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

پۀ نيکو اعمالو کښې تادي کوئ۔۔۔!!

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د 7 څيزونو نه مخکښې پۀ نيک اعمالو کښې تادي کوئ! تاسو د څۀ انتظار کوئ؟ آيا دا چې (1): هيرونکي محتاجي راشي (2): يا سرکشه جوړوونکې مالداري راشي (3): يا ستا څۀ مرض شي (4): يا عقل ضائع کوونکے بوډا والے راشي (5): يا ناڅاپه مرګ راشي (6): يا دجّال ظاهر شي (7): يا قيامت قائِم شي او قيامت سخت مصيبتونو والا، ډير تريخ دے۔ ([1])

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے سبق راکړے شوے دے، واقعي ده چې داسې کيږي: * انسان د اخرت پۀ معامله کښي سبا سبا کوي * بيا چرته تنګ لاسي راشي، انسان پۀ ګټلو کښي مصروف شي * يا بيا مال ډير شي، د دې پۀ خيال ساتلو کښې اخته شي * يا بيا بيمار شي، هم داسې سبا سبا کوي او بوډا شي، بيا يـې هډوکي بے دمه شي، سجده کول هم غواړي خو نۀ يـې شي کولے * او څومره داسې دي چې سبا سبا کوي، د سبا نه به نيکۍ شروع کووم، د فلانکۍ ورځې نه به نيکۍ شروع کووم خو آه! ناڅاپه مرګ راشي او راګير يـې کړي او انسان د نيک اعمالو کولو نه بغير د قبر کندې ته کوز شي۔ ځکه د دې نه مخکښې چې داسې حالت شي، مونږ له نيک اعمال کول پکار دي۔

پۀ نيکو کښې تادي کول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي

 الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ذِکر وکړو، د هغوئي اوصاف يـې بيان کړل، پۀ دې کښې يو صفت دا هم ارشاد شو:

اِنَّہُمْ کَانُوْا یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ

(پارہ:17، سورۀ انبیاء:90)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه هغوئي به پۀ نيکو کښې تادي کوله۔


 

 



[1]...   ترمذی، کتاب الزہد، باب ماجاء فی المبادرۃ بالعمل، صفحہ:553، حدیث:2306 ۔