Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

معلومه شوه چې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ښکلے سُنَّت دے چې انسان پۀ نيک کار کښې ناوخته نۀ کړي، د نيکۍ کار خو بس هم نن او هم اوس وکړي۔

پۀ صدقه کولو کښې يـې تادي وکړه

صحابئ رسول حضرت عُقبَه بن حَارِث رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل ما د مازديګر نـمونځ پۀ مسجدِ نبوي شريف کښې پۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې ادا کړو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څنګه سلام وګرځولو، فوراً ودريدلو او تيز تيز قدمونه يـې اخستل او کور ته يـې تشريف يوړلو، دا د معمول خلاف انداز يـې چې وليدلو نو صحابۀ کرام ويريدل، لا لږ وخت تير شوے وو چې رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واپس تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل: ما ته راياد شو چې د سرو زرو يوه ټوټه مې پۀ کور کښې ايښودې ده، بس د هغې د ځان سره ساتل مې خوښ نۀ شو، ځکه مې د هغې د صدقه کولو حکم وکړو او راغلم۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!!

د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ځانګړے عشق

پۀ دې حديثِ پاک باندې خو وړومبے دا غور وکړئ! چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عشق څومره ځانګړے وو، د هٰغه مبارکو هستيانو ټوله توجه به د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اداګانو طرف ته وه، چې کله به د معمول نه بدل څۀ عمل مبارک وشو نو فوراً به ورسره د حکمت معلومولو فِکر وو۔ د حَـجَّةُ الـوَدَاع موقع وه، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ميدان عرفات کښې وو، د مسلمانانو وړومبے او دويم خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق او فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهما هم حاضر وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...   بخاری، کتاب الاذان، باب من صلی بالناس...الخ، صفحہ:266، حدیث:851۔