Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: ما ته دا خبره رارسيدلې ده چې د اکثرو دوزخيانو غږ به دا وي: اُفٍّ لِسَوْفَ، اُفٍّ لِسَوْفَ يعنې تُف دے پۀ زر باندې، تُف دے پۀ زر باندې۔ ([1])
مطلب دا دے چې مونږه پۀ دُنيا کښې هم دا وايو چې سبا به يـې وکړم، سبا به يـې وکړم۔ دا چې کوم انداز وو، پۀ دې باندې تُف دے، دې مونږه د نيک اعمالو نه لرې کړو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د عبرت خبره ده، لکه ډير خلق به دوزخ ته دې د پاره ځي چې هغوئي پۀ دُنيا کښې سبا سبا کول، افسوس چې زمونږه حال څۀ داسې دے۔ زمونږه پۀ ذهنونو کښې ډيرې منصوبې وي، مونږ پۀ زړونو کښې ډير خوبونه پاللي وي، مونږه روزانه د خپل مستقبل د پاره ډير سوچونه کوو، ډيرې نوې نوې منصوبې جوړوو خو افسوس چې د نيک کارونو منصوبې نۀ جوړوو، مونږ ته مړه کيدل هم دي، قبر ته کوزيدل هم دي، د الله پاک پۀ حضور کښې حاضريدل هم دي، پۀ دې باره کښې بس د لم ليټ نه کار اخلو خو ياد ساتئ چې کله مَلک الموت حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، بيا به د هغې نه پس هيڅ منصوبه، هيڅ يو خوب باقي نۀ پاتې کيږي، صرف به هم يو څيز باقي وي او هغه دي زمونږه اعمال۔ ځکه مونږ ته پۀ دې دُنيا کښې د وړاندې تللو سره څۀ کول دي، ښه کور، ښه ګاډے، ښه کاروبار، دا زمونږه د مستقبل سوچ دے خو زمونږه عمل زمونږه د نن ذمه واري (Responsibility) ده۔ چې مونږه به خپل مستقبل ته رسو او که نۀ به رسو، د دې هيچا ته پته نشته، خو مونږ به قبر ته ضرور کوزيږو، د خپلو اعمالو سره به کوزيږو، دا هر مسلمان ته پته ده۔ ځکه ضروري دي چې مونږه نن او هم د اوس نه د خپلو اعمالو فِکر شروع کړو۔