Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

خطبه شروع شوې نۀ وي نو د يوې انډې د صدقه کولو ثواب ميلاؤيږي۔ دلته پۀ پاکستان کښې د يو مناسب قد والا اوښ قيمت د دوه نيمو نه تر دريو لاکهه روپو پورې دے او انډه د 30 نه تر 40 روپو پورې ميلاؤيږي۔ وګورئ څومره فرق دے۔۔۔؟ دا خو زۀ اندازتاً وايم، د الله پاک خزانه خو ډيره غټه ده، هلته خو د دې روپۍ، دوه روپۍ شميره خو نشته۔ غرض دا چې څومره عظيم ثواب دے، کوم چې مونږ صرف د سستۍ پۀ وجه باندې ضائع کړو۔ دغه شان د جَمعې معامله ده۔ د جَمعې سره د نـمونځ کولو ثواب 27 چنده دے خو خلق صرف پۀ سستۍ کښې، اوس يـې کووم، اوس يـې کووم کوي او دومره ډير ثواب ضائع کوي۔

د جَمعې سره د نـمونځ عجيبه جذبه

پۀ مخکښينو مسلمانانو کښې به د جَمعې سره د نـمونځ بے مثاله جذبه وه، سيِّدُنا امام ابو حامد محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکي: (پۀ 18 سيپاره، سورۀ نُور، آيت نمبر 37 کښې د الله پاک فرمانِ عالي شان دے:)

رِجَالٌ ۙ لَّا تُلْہِیْہِمْ تِجَارَۃٌ  وَّ لَا بَیْعٌ عَنْ ذِکْرِ اللّٰہِ وَ  اِقَامِ الصَّلٰوۃِ  وَ  اِیْتَآءِ الزَّکٰوۃِ ۪ۙ یَخَافُوْنَ یَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِیْہِ الْقُلُوْبُ وَ الْاَبْصَارُ (٭ۙ۳۷)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه سړي کومو لره چې تجارت او اخستل او خرڅول د الله د ذِکر او لـمونځ قائمولو او زکٰوة ورکولو نه نۀ غافله کوي۔

د دې آيت مبارک پۀ تفسير کښې ليکلي دي چې: دا هٰغه خلق وو چې * پۀ دوئي کښې به کوم لوهار وو هغۀ به که د ګزار د پاره څټک اوچت کړے وو او د اذان اواز به يـې واوريدلو نو بيا به يـې څټک اوسپنې وغيره له د راچولو پۀ ځائے فوراً ايښودلو * او د څرمنې کار کوونکي که به ستَنه ورکړې وه او اذان به يـې واوريدلو نو د ستَنې بهر راويستو نه بغير به يـې څرمن او ستَنه هلته پريښودله او د جَمعې سره د نـمونځ کولو د پاره