Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

پۀ شپږو کارونو کښې تادي ضروري ده

د بزرګانِ دِين رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْہم فرمان مبارک دے: اګر که تادي شيطاني عمل دے خو پۀ شپږو کارونو کښې تادي ضروري ده: (1): د نـمونځ پۀ ادا کولو کښې چې کله وخت شي۔ (2): د مړي پۀ دفن کولو کښې چې حاضر وي (3): چې کله جينۍ بالغه شي د هغې پۀ واده کښې دې تادي وکړے شي (4): قرض دې هم زر ادا کړے شي (5): چې کله ميلمه راشي نو پۀ هغۀ باندې دې ډوډۍ زر وخوړلے شي (6): چې کله ګناه وشي نو پۀ توبه کښې دې تادي وکړے شي۔ ([1])

مالداري ورته عطا کړے شوه

د مخکښينو اُمتونو واقعه ده، پۀ بني اسرائيلو کښې ښځه او خاوند وو، دواړه ډير نيکان او عبادت ګزاره وو، الله پاک د هٰغه وخت د نبي عَلَیْهِ السَّلَام پۀ ذريعه هغوئي ته پيغام وليږلو چې تاسو ته به پۀ ځوانۍ يا پۀ بوډا والي کښې مالداري عطا کولے شي، دا فيصله تاسو وکړئ چې پۀ ځوانۍ کښې مالداره کيدل غواړئ که پۀ بوډا والي کښې؟ دواړه پۀ فِکر کښې شو، خاوند يـې ووئيل: پۀ ځوانۍ کښې طاقت دے، ځکه اوس مالداري غواړو، د ګټې فِکر به راسره نه وي، ښه د زړۀ د اخلاصه به عبادت کوو۔ ښځې يـې ووئيل: نۀ۔۔۔!! د عبادت اصلي عمر ځواني ده، که اوس پۀ مال سمبالولو کښې اخته شو نو عبادت به ونکړے شو، د بوډا والي مالداري اخلو، هٰغه وخت به راسره د مال حرص هم ډير نۀ وي او د ګټې فِکر به راسره هم نۀ وي، داسې به پۀ بوډا والي کښې عبادت پۀ اسانۍ سره وکړو۔ الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وليږله چې دوئي ته ووايئ چې تاسو پۀ مال باندې عبادت له ترجيح ورکړه (يعنې تاسو د دې سوچ کولو پۀ ځائے چې د مال زيات ضرورت به کله وي، دا سوچ کوئ چې پۀ


 

 



[1]...   روح البیان ، پارہ:15، سورۂ بنی اسرائیل، زیرِ آیت:11، جلد:5، صفحہ:137، ۔