Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
تر رمضان پورې ورسوې۔ ([1])
راځئ چې مونږه هم دا دُعا ولولو:
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د حديثِ پاک پۀ شرح کښې فرمائي: د خوږ مصطفٰے (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د دې دُعا مطلب دا دے چې اے الله پاکه! * پۀ رَجب کښې زمونږه پۀ عبادتونو کښې برکت واچوې * پۀ شعبان کښې راته خشوع او خضوع عطا کړې او * رَمَضَانُ المُبَارَک موندل، پۀ دې کښې روژې نيول، د شپې عبادت کول مو نصيب کړې۔ ([2])
میں رحمت، مغفرت، دوزخ سے آزادی کا سائِل ہوں مہِ رمضان کے صدقے میں فرما دے کرم مولا
بَراءَت دے عذابِ قبر سے، نارِ جہنّم سے مہِ شعبان کے صدقے میں کر فضل و کرم مولا
عبادت میں، ریاضت میں، تلاوت میں لگا دے دِل رجب کا واسطہ دیتا ہوں فرما دے کرم مولا([3])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اِمامِ حَسَن بَصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه مختصر تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ وړومبي رَجَبُ المُرَجَّب د عالَمِ اِسلام د ډيرې لوئي هستۍ، ډير د اوچتې مرتبے د کامِل ولي، عالِم با عمل حضرت اِمام حَسَن بَصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د وصال ورځ ده، ځکه پۀ وړومبي رَجَبُ المُرَجَّب باندې د اِمام حسن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ورځ کولے