Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

* تاسو پۀ خپله خوښه د درودِ پاک د اواز واليوم (volume) ايډجسټ کولے شئ * د دې د ټولو نه اهمه فائده دا ده چې مونږ ته به هره ورځ د خپل درودِ پاک والا نيک عمل پوره کولو کښې مدد کيږي۔ هُم نن دا ځانګړے ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې ډاؤن لوډ کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

يو څو ضروري اِعلانات

* د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل باندې لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکې هفتې پۀ ورځ به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس به (تقريباً  8:15 بجې) پۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ * شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د يوې دِيني رسالې د لوستلو اعلان کوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د بزرګانِ دِين (رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْهم) 40 اقوال رسالې اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * حضرت خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ ټوله دُنيا کښې چې د چا ولايت مشهور دے، خلق د هغوئي سره عقيدت لري او د هغوئي مزار ته حاضري کوي، الله پاک هغوئي ته ډير اوچت مقام او مرتبه عطا کړله، د حضرت خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ باره کښې د ډيرو معلوماتو حاصلولو د پاره رساله فيضانِ خواجه