Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
پيژندګلو حاصِلولو) کښې اوچتې مرتبے ته ورسيدلو۔ ([1])
حضرت امام علي بن حُسين (يعنې امام زينُ العابِدِين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) ته يو ځل د امام حسن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه يو فرمان واورولے شو نو امام زينُ العابدين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: سُبْحٰنَ اللہِ! ہٰذَا کَلَامُ الصِّدِّیق دا خو د چا صِدِّيق خبرې دي۔ ([2])
صِدِّيق د وِلايت د ټولو نه اوچته مرتبه ده، يعنې امام حسن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ وِلايت کښې د صِدِّيقيت پۀ درجه باندې وو * پۀ رَجَبُ المُرَجَّب کال 110 هجرۍ کښې حضرت امام بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د دې دنيا نه سفر وکړلو، د وِصال پۀ وخت د هغوئي عمر مبارک 88 کاله وو۔ پۀ بصره کښې د جُمعې د نـمونځ نه پس د امام حسن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه جنازه ادا کړے شوه پۀ کومه کښې چې ډيرو خلقو شرکت وکړو۔ ([3])
راځئ چې د امام حسن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د يو ښکلي نصيحت د اوريدو سعادت حاصل کړو:
يو ځل حضرت امام حسن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ يوه جنازه کښې شرکت وکړو، د مړي د دفن کيدو نه پس هغوئي يو کَس ته وفرمائيل: ستاسو څۀ خيال دے؟ دا کَس (کوم چې اوس مونږه دفن کړے دے) آيا دا به * دنيا ته د واپس راتللو * د ډيرو نيکو اعمالو کولو * او د خپلو ګناهونو نه د توبه کولو خواهش نۀ لري؟ هٰغه کَس ووئيل: آؤ! ضرور به د دې خواهش لري۔ امام حسن بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه وفرمائيل: بيا زمونږه څۀ حال دے؟ مونږ د دې مړي پۀ شان ولې نۀ کيږو (يعنې زمونږ سره اوس هم مهلت شته، مونږ پۀ دنيا کښې موجود يو بيا مونږه نيکۍ ولې نۀ کوو، د ګناهونو نه ولې نۀ توبه کوو) دا يـې چې