Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
طالِبِ مغفرت ہوں یا اللہ! بخش حیدر کا واسطہ یارَبّ!([1])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا حقيقت دے چې دُنيا تلونکې ده، روانه ده، اخرت راتلونکے دے، راروان دے۔ * آه! مرګ پۀ سر باندې ولاړ دے، زر به۔۔۔!! ډير زر به حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي * آه! زمونږه خپلوان دوستان، ډير محبت کوونکي، نازونه وړونکي به حيران پاتې شي، ډاکټران به هم هيڅ نشي کولے * ګاډے، بنګله، کور، بينک بيلنس هر څۀ به پۀ ځائے پاتې شي * آه! رُوح به د بدن نه راښکلے شي، نظر به د چت طرف ته وي، اخري سلګۍ به راشي او مونږه به د هميشه هميشه د پاره دا دُنيا پريږدو او د مرګ پۀ دروازه باندې به د قبر کندې ته کوز شو۔ آيا تاسو ته داسې ښکاري چې اوس هم لا ډير وخت دے؟ نۀ۔۔۔ نۀ! د يوې ساه باور هم نشته * هيڅ پته نه لګي چې نن شپه به هم پوره تيره کړو که نۀ * څۀ پته لګي چې د سحر نمر ليدل به مو نصيب شي او که نۀ، آؤ جي! هُم دا ژوند خو يوه ساه ده۔ چا ډير ښه وئيلي وو:
اِک یہ جہاں، اِک وہ جہاں، دونوں جہاں کے درمیاں
ہے فاصلہ اِک سانس کا، گر آگئی تو یہ جہاں، گر رُک گئی تو وہ جہاں
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! زمونږه هره يوه ساه قيمتي ده * د دې نه مخکښې چې مرګ راشي * د دې نه مخکښې چې ژوند ختم شي * د دې نه مخکښې چې مونږه قبر ته کوز شو * د دې نه مخکښې چې زمونږه د اعمالو لړۍ ماته شي * مونږ له د خپل اخرت تياري کول پکار ده * نيکۍ کول پکار دي * د مرګ نه