Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
دروازه به د هغۀ د پاره کله بندولے شي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * اوس لا مونږه ژوندي يو، دا د خير دروازه ده * ساه ګانې روانې دي، دا هم د خير دروازه ده * مونږ له د نيکۍ دعوت راکړے شو، دا هم د نيکۍ دروازه ده * پۀ زړۀ کښې د نيکۍ خيال راغلو، دا هم د خير دروازه ده۔ اوس مونږ له پکار دي چې پۀ منډه پۀ دې دروازه کښې داخل شو، يعنې فوراً نيکي وکړو، لږ سعت پس، سبا، بلې ورځ ته يـې نۀ پريږدو، څۀ پته لګي چې کله دا توفيق واخستے شي۔
پۀ دُنيائي کارونو کښې ناوخته کيدل ښه خبره ده
دلته يوه معامله دا هم ده چې مونږه د دُنيا کارونه مخکښې او د اخرت کارونه وروستو کيږدو۔ که د دې اُلټا وکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا به مو هم ښه شي او اخرت به مو هم ښه شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: اطمينان پۀ هر څيز کښې دے، د اخرت د کار نه علاوه۔ ([2])
يعنې د دُنيا کار پۀ قلاره کول ښه دي چې ممکن ده چې هٰغه کار خراب وي او پۀ ناوخته کيدو کښې د هغې خرابي معلومه شي او مونږه د هغې نه ډډه وکړو خو د اخرت کار خو ښه دے دا د موقعې ميلاؤيدو سره وکړه چې پۀ ناوخته کولو کښې کيدے شي چې موقع د لاس نه لاړه شي۔
الله پاک فرمائي:
ہَا فَاسْتَبِقُوا الْخَیْرٰتِ ؕ (پارہ:2، سورۀ بقرہ:148)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو تاسو پۀ نيکو کښې وړاندې شئ۔
شيطان د خير پۀ کار کښې ناوخته کوي او پۀ اخره کښې هغۀ منع کوي۔ ([3])