Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

د رَجَب 7 روژې ونيولې، د هغۀ د پاره د دوزخ دروازے بندولے شي * څوک چې د رَجَب شريف 10 روژې ونيسي، هغۀ چې د الله پاک نه څۀ غواړي الله پاک يـې هغۀ ته عطا کوي * او بے شکه پۀ جنّت کښې يو محل دے، د هٰغه محل پۀ مخکښې دا دُنيا د مرغۍ د جالې پۀ شان ده، هغه محل ته به صرف هغۀ داخليږي چا چې پۀ رَجَب کښې روژې نيولې وي۔ ([1])

عبادت میں، ریاضت میں، تلاوت میں لگا دے دِل         رَجَب کا واسطہ دیتا ہوں فرما دے کرم مولا([2])

الله پاک دې مونږ ته پۀ کثرت سره د نيکو کولو او پۀ نيکو کښې د زړۀ لګولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره مَدَني مذاکره

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيکو کولو او د ګناهونو نه د نفرت د جذبے موندلو د پاره د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې عملي طور برخ واخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او د دُنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار هفته واره مَدَني مذاکره هم ده۔

اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اوسني وخت عظيم علمي او روحاني شخصيت بلکې کامِل ولي دے، هغوئي د هر خالي پۀ ورځ د شپې د ماسخوتن د نـمونځ نه پس مَدَني مذاکره کوي يعني د ټولې دنيا نه عاشقانِ رسول د تفسير، حديث، شريعت، طريقت وغيره پۀ مخلتفو موضوعاتو باندې پوښتنې کوي او اميرِ اهلِسُنَّت د هٰغه پوښتنو جوابونه ورکوي۔ هفته واره مَدَني مذاکره د خالي پۀ ورځ د ماسخوتن د نـمونځ نه


 

 



[1]... طہارۃ القلوب، الفصل الثانی عشر، صفحہ:125 ۔

[2]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:98۔