Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
پس که ډيرې چغې ووهو چې يوه موقع دې نوره راعطا کړے شي نو بيا راله موقع نۀ راکړے کيږي، ځکه هم د اوس نه پۀ دې دُنيا کښې زيات نيک اعمال وکړئ! حضرت حسنِ بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي۔ تادي کوئ! تادي کوئ! ستاسو ژوند څۀ دے؟ هم دا ساګانې خو دي که ودريږي نو ستاسو د هٰغه اعمالو سلسله به هم ختمه شي پۀ کومو باندې چې تاسو د الله پاک قرب حاصلوئ۔ الله پاک دې پۀ هٰغه کَس باندې رحم وکړي چا چې د خپل ځان جائزه واخستله او پۀ خپلو ګناهونو باندې يـې يو څو اوښکې توئي کړې۔ د دې وئيلو نه پس امام بصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه دا آيت مبارک تلاوت کړو:
اِنَّمَا نَعُدُّ لَہُمْ عَدًّا (ۚ۸۴(
(پارہ:16، سورۀ مریم:84)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ خو د هغوئي د پاره شمير کوو۔
د دې نه مُراد ساه ګانې دي او اخري عدد د ساه وتل دي، بيا د کور والؤ نه جدائي ده او قبر ته د داخليدو اخري وخت دے۔ ([1])
دِلَا غافل نہ ہو یکدم یہ دنیا چھوڑ جانا ہے باغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے
ترا نازک بدن بھائی جو لیٹے سیج پھولوں پر ہو گا اک دن بے جان اسے کیڑوں نے کھانا ہے
جہاں کے شُغل میں شاغل خدا کے ذکر سے غافل کرے دعویٰ کہ یہ دنیا ترا دائم ٹھکانہ ہے
غلامؔ اِک دم نہ کر غفلت حیاتی پر نہ ہو غُرّہ خدا کی یاد کر ہر دم کہ جس نے کام آنا ہے
تاسو ظاهري حُسن پۀ دوکه کښې واچولئ!
د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پۀ خپله خطبه کښې ارشاد فرمائيلو: * چرته دي هٰغه ښکلو مخونو والا کومو چې به پۀ خپلو ځوانو باندې غرور کولو؟ * چرته دي هٰغه بادشاهان کومو چې ښارونه جوړ کړل او د مضبوطو