Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

مذاکرې اوريدو سعادت نصيب شو، د هغوئي د اثرناکو ارشاداتو نه زۀ دومره متاثره شوم چې ما فوراً د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه کړه او د نـمونځونو د پابندۍ اراده مې وکړه، د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ ترغيب راکولو زۀ د اختر پۀ شپه کور ته د تللو پۀ ځائے د الله پاک د لارې مسافر جوړ شوم چرته چې د عِلمِ دِين د حاصلولو موقع پۀ لاس راغله او د سُنَّتو د زده کولو سره سره مې پۀ هغې باندې د عمل کولو جذبه هم پۀ زړۀ کښې پيدا شوه۔

مدنی مذاکرہ ہے شریعت کا خزینہ                                                                              اَخْلاق کا، تہذیب کا، طریقت کا خزینہ

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

”درود او سلام“موبائل ايپلي کيشن

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د سمارټ فون (smartphone) پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين د عام کولو کوشش کوي۔ پۀ دې باره کښې د دعوتِ اِسلامي  د I.T ډيپارټمنټ له خوا مختلف ايپلي کيشنز جاري کړے شوي دي، پۀ دې کښې يو ايپلي کيشن دے: درود او سلام (Durood-o-Salam) * پۀ دې ايپلي کيشن کښې درود شريف موجود دي کوم چې تاسو څۀ وخت هم لوستلے شئ يا دا د خپل موبائل پۀ اَن لاک ټيون (Unlock Tune) باندې يـې سيټ کولے شئ د کوم پۀ وجه چې کله هم تاسو خپل فون آن کوئ نو پخپله (Automatically) به درودِ پاک چليږي * دا سهولت هم ورکړے شوے دے چې تاسو موبائل آن لاک کړئ نو هٰغه درودِ پاک به ستاسو د موبائل پۀ سکرين باندې پۀ نظر راځي د دې برکت به دا وي چې تاسو به وړومبے درودِ پاک لولئ او بيا به موبائل استعمالوئ۔ نور دا چې پۀ سکرين باندې پۀ نظر د راتلونکي د درودِ پاک فونټ هم پۀ خپله خوښه سيټ کولے شئ * د موبائل پۀ آن کيدو چې څومره ځل درود شريف لوستلے کيږي د هغې شميره به پخپله درج کيږي