Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
د رَجَب د مياشتې يو څو عبادتونه
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! رَجَب د حُرمت والا مياشت ده، پۀ دې کښې ښه ډير عبادت وکړئ! * صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به پۀ رَجَبُ المُرَجَّب کښې عمره کول خوښول۔ ([1]) ځکه که د چا وَس کيږي نو هغۀ دې د عمرې سعادت حاصل کړي۔ څومره به ښه وي چې د الله پاک مياشت (يعنې رجب شريف) د الله پاک د خوږ رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مبارک ښار مدينه منوره کښې تيريدل نصيب شي * د بزرګانو (يعنې د الله پاک د نيکانو بندګانو) معمول وو چې پۀ رَجَبُ المُرَجَّب کښې به يـې د وفات شوو مسلمانانو د پاره پۀ کثرت سره ايصالِ ثواب کولو، ايصالِ ثواب 12 مياشتې کولے شئ، البته پۀ رَجَبُ المُرَجَّب کښې د دې زيات اهتمام کيږي۔ خاص طور پۀ رَجَبُ المُرَجَّب کښې د امام جعفر صادِق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايصالِ ثواب د پاره د کونډو اهتمام کولے شي، عام طور خلق پۀ 22 رجب د کونډو ختم کوي، دا هم جائز دے، البته پۀ اصل کښې د کونډو ختم پۀ 15 رجب جوړيږي ځکه چې د امام جعفر صادق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د وصال په باره کښې د 15 رجب قول دے * دغه شان د رَجَبُ المُرَجَّب پۀ 22 تاريخ د صحابي ابن صحابي، کاتِبِ وحي، حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عُرسِ پاک وي، د حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د برکتونو حاصلولو د پاره پۀ دې ورځ باندې د حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايصال ثواب هم ښه ډير اهتمام وکړئ!
عارِف بِالله شيخ ضياءُ الدِّين دَيرِيني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: پۀ روايتونو کښې دي چې * چا