Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ډيره مبارکه مياشت رَجَبُ المُرَجَّب کومې ته چې پۀ حديثِ پاک کښې د الله مياشت فرمائيلے شوې ده، ([2]) اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې برکتونو والا مياشت راتلونکې ده۔ اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د رَجَب مياشت ته د رَمَضَانُ المُبَارَک پاټک فرمائي۔ يعنې چې دا مبارکه مياشت تشريف راوړي نو بيا پوهه شه چې د روژې مياشت ډيره رانزدې شوه، د نبيانو د نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انداز مبارک وو چې د رَجَب مياشت به تشريف راوړلو نو دا دُعا به يـې لوستله:
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
ترجمه: اے الله پاکه! تۀ زمونږ د پاره پۀ رَجَب او شعبان کښې برکتونه عطا کړې او مونږ