Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

Book Name:Nekiyon Mein Jaldi Kijiye

پس او خاص د روژې پۀ مياشت کښې د مازديګر د نـمونځ او د تراويح د نـمونځ نه پس پۀ مَدَني چينل باندې نيغ پۀ نيغه (Live) ښودلے شي۔ مَدَني مذاکره د عقيدې او د اعمالو د اِصلاح بهترينه ذريعه ده: * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوسه پورې ډيرو غير مسلمو د مَدَني مذاکرې کتلو سره کلمه وئيلې ده * پۀ لکونو بے نـمانځه نـمونځ ګزاره جوړ شوي دي * د زرګونو زړونو اِصلاح شوې ده۔

تاسو هم پۀ مَدَني مذاکره کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * عِلمِ دِين به درته حاصليږي * د الله پاک محبت به مو نصيب کيږي * پۀ عشقِ رسول کښې به مو اضافه کيږي * د ګناهونو نه به مو نفرت نصيب کيږي * د نيکۍ جذبه به مو نصيب کيږي او * پۀ اخلاقو او کردار کښې به مو هم بهتري راځي۔ ټول اِسلامي وروڼه پۀ پابندۍ سره د مَدَني مذاکرې کتلو نيت وکړئ!۔

د عِلم او حکمت نه ډکه مَدَني مذاکره

د پنجاب، پاکستان د واه کينټ (پنډۍ ضلعې) د يو ځلمي بيان دے: نـمونځونه قضا کول، فلمونه کتل او شيطان خوشحالول او سندرې سازونه وغيره اوريدل او مست اوسيدل زما معمول وو، آه! زۀ پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو نه محرومه ووم، زما د ګناهونو نه پۀ ډک ژوند کښې رڼائي څۀ داسې راغله چې يوه ورځ د دعوتِ اِسلامي د يو مبلغ سره زما ملاقات وشو، هغۀ زۀ پوهه کړم او زما يـې پۀ اجتماعي سُنَّت اعتکاف کښې د کښيناستو ذهن جوړ کړو، د هغۀ پۀ ښکلي انداز کښې راکړے شوي د نيکۍ دعوت زما پۀ زړۀ باندې اثر وکړو او زۀ پۀ اجتماعي اعتکاف کښې شريک شوم، بيا زما شپې او ورځې پۀ عبادت کښې تيريدلې، زړۀ راښکونکو بيانونو او ژړغونو دعاګانو زما د زړۀ دُنيا بدله کړه، د کرم د پاڅه کرم دا وشو چې پۀ اجتماعي اعتکاف کښې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مَدَني